Language

ګردېز (پژواک، ٢٧ کب ٩٨): د پکتيا اوسېدونکې له ډېرو کلونو راهیسې د بېلابېلو توکو د پېر او پلور لپاره د ځانګړي مارکېټ غوښتنه کوي، خو تر دې دمه د ځینو ستونزو له امله دغه کار نه دی شوی.

د دغه ولايت ښځې وايي چې ښځو ته د اساسي کارونو پر ځای ډېری ترسره شوې چارې پروژوي او لنډمهالې وي چې دوامداره ګټه نه لري او په ژوند کې يې ورسره بدلون نه دی راغلی.

مدني فعاله ناجيه نګاه نيوکه کوي چې د مېرمنو لپاره ډېری شوي يا کېدونکي کارونه تر مرکز پورې محدود دي او په مرکز کې هم خورا کمې ښځې د ښځو رياست او نورو ادارو له خدمتونو برخمنې شوې دي.

نګاه پژواک ته وويل: ((پکتيا کې د ښځو لپاره هېڅ امکانات نشته، حتی دوی تر اوسه داسې مناسب ځای نه لري چې هلته خپل لاسي صنايع او نور توکي خرڅ کړي، د ټولنې ټول وګړي تفريح ته اړتيا لري، خو موږ د تفريح ځای هم نه لرو.))

د ګردېز اوسېدونکې صبرينا همت ښځو ته په فرهنګي، ټولنيزو او اقتصادي چارو کې د زياتې ونډې ورکول هغه لازمه چاره بولي چې په خبره يې تر اوسه نه ده ترسره شوې.

همت وايي: ((پکتيا کې خويندې له ډېرو پرمختګونو شاته پاتې دي، د دې لوی لامل دا دی چې دلته د دوی لپاره کوم اقتصادي پرمختيايي پروګرامونه نه دي ترسره شوي، د دوی لاسي صنايعو ته بازار موندنه نه ده شوې، تفريحي ځايونه نه دي ورته جوړ شوي.))

د پکتيا ولايتي شورا هم مني چې د دغه ولايت مېرمنو ته تر دې دمه هېڅ اساسي کار نه دی شوی او په دې برخه کې د ښځو رياست په ناغېړي تورنوي.

د يادې شورا غړي ممتاز کرخېل پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ښځو لپاره تر دې دمه نه يوازې کومه لويه پروژه نه ده پلې شوې، بلکې د ښځو وزارت او نورو ادارو مسئولينو هم د ستونزو د حل او د پرمختيايي کارونو لپاره دغه ولايت ته سفر نه دی کړی.

کرخېل وايي: ((پکتيا کې له پوليسو نيولې تر ملکي برخو پورې ښځې فعاله دي، خو دولت تر اوسه ورته په نه سترګه ورته کتلي، دا د وزارت او اړوند رياست کمزوري ده. پکتيا کې رياست شته، خو په يوه ولسوالي کې هم د مديريتي تشکيل نه لري.))

بل لور ته د پکتيا د ښځو چارو رياست وايي چې د ولسمشر په حکم دوه کاله وړاندې د مېرمنو لپاره د سوداګريز بازار او بڼ جوړېدو لپاره په ګردېز ښار کې کابو اووه جريبه ځمکه ورکړل شوې، خو د بودجې د نشتوالي له امله يې هېڅ عملي کار نه دی شوی.

د ياد رياست مشرې نسرين اورياخېل پژواک ته وويل چې د سوداګريز مارکېټ په جوړېدو سره به مېرمنو ته د لاسي صنايعو او نورو توکو د پېر او پلور دايمي مرکز جوړ او له بڼ جوړېدو سره به د دوی د خوندي تفريحي ځای ستونزه هواره شي.

اورياخېل وايي: ((د دې ځای لپاره ډيزاين شوی، د خویندو لپاره به د پېر او پلور مارکېټ او دوکانونه وي، يو رستورانت به وي چې ښځې به کار په کې کوي، د ماشومانو لپاره به د لوبو ځای، يو جومات دی او د ښځو د تفرېح لپاره بڼ دی په کې، خاص ستونزه د بودجې د نه شتون ده.))

login or register a new account.