ګردېز (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د سوېل ختيځ زون ديني عالمانو په يوه خبري کنفرانس کې روانه جګړه ورور وژنه وبلله او د سولې پر بين الافغاني مذاکراتو يې ټينګار وکړ.
دوی وويل چې د سولې په خبرو کې دې منلو او ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن ديني عالمانو ته ونډه نه ده ورکړل شي.
د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وويل چې ديني عالمانو د هېواد او ملت په خير د سولې راوستو دريځ نيولی دى.
حقبيان وايي: ((د سوېل ختيځ د سولې د ټينګښت شورا پر ټول دولت غږ کوي چې د دې مهمې مسلې په اړه دې په پارلمان کې پچې نه ورباندې اچوي. دلته اصلي او دواړو خواوو ته منلي علما شته، هغوی ته دې ونډه ورکړل شي.))
ديني عالم مولوي عبدالواسع روانه جګړه ورور وژنه وبلله او ويې ويل چې د سولې خبرې دې له بهرنيو ګټو او مغرضانه لاسوهنو لرې د ملي ګټو پر اساس وشي.
نوموړي زياته کړه: ((مسلمان بايد خپله اسلحه پر بل مسلمان پورته نه کړي، دا لوی ظلم او جبر دی. داسې ونه ګڼل شي چې سوله د دوو کسانو ترمنځ موضوع ده، بايد ملي او افغاني اصولو، مقرراتو او ارزښتونو ته په احترام قايل شي او له شخصي ګټو تېر شي.))
يو بل ديني عالم مولوي عرب ګل حسين ټينګار کوي چې د دولت سربېره دې وسله وال طالبان د انعطاف په منلو د سولې له شته فرصته پوره ګټه واخلي او د حالت د بحراني کېدو مخه دې ونيسي.
حسين وايي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او نړيواله ټولنه دې د سولې پروسه کې د بهرنيو مغرضانه لاسوهنو مخه ډپ کړي.
دی وايي: ((د زون په کچه بايد علماوو ته ونډه ورکړل شي، هغو علماوو ته چې قومي او ټولنيز نفوذ لري او سياسي حالات تحليلولای شي، هر څوک چې د سولې په برخه کې صادقانه هڅې کوي، موږ يې ملاتړ کوو.))
د پکتيا د ښځو چارو رياست هم د سولې په خبرو کې د ښځو پر معنی لرونکي او اغېزمن ګډون ټينګار کوي او وايي چې يوازې د پلازمېنې دوه يا درې تنه مېرمنې د لرې سيمو د مېرمنو حالت ته انعکاس نشي ورکولی.
د ياد رياست مشره نسرين اورياخېل وايي: ((زموږ غوښتنه دا ده چې له دې سمت څخه هم په نمايندګي حداقل يوه خور وټاکل شي او د هغو خوېندو ستونزې او غوښتنې د دوی غوږونو ته ورسوي، چې په لرې سيمو کې اوسيږي.))
که څه هم دولت د مارچ مياشتې تر لسمې نېټې د بين الافغاني خبرو لپاره د مذاکراتي پلاوي ټاکلو ويل شوي و، خو تر دمه د بېلابېلو ملحوضاتو له امله ياده چاره نده تر سره شوې.
login or register a new account.