Language

د کورنيو چارو وزارت دروازه د مراجعينو پر مخ وتړل شوه

 

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کرونا ويروس د مخنيوي او پر وړاندې يې د وقايوي اقداماتو لپاره تر بلې خبرتيا پورې مراجعين نه ورځي.

د ياد وزارت له خوا د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، څرنګه چې هېوادوال په جریان کې دي، په دې وروستیو کې کرونا ویروس د پراخېدو په حال کې دی او دغه ویروس د نړۍ په کچه د خلکو د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ دی.

سرچينې زياته کړې، د دغه ویروس پر وړاندې د چمتووالي نیولو، له خپرېدو د مخنیوي او د مراجعینو د روغتیا ساتنې لپاره کورنیو چارو وزارت اړ دی څو د وقايې په برخه کې یو لړ ځانګړي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

په خبرپاڼه کې راغلي، یادو ټکو ته په کتو هغو کسانو ته چې خپلو کاري اسنادو د پړاوونو بشپړولو په موخه کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کوي؛ خبر ورکول کېږي چې څو تر راتلونکې خبرتیا د کورنیو چارو وزارت انګړ ته مراجعه ونه کړي.

خو د کورنيو چارو وزارت ويلي، هغه مراجعین چې چارې یې بېړنۍ دي، د وقایوي لوازمو په نظر کې نیولو سره کولای شي، وزارت ته مراجعه وکړي.

د کرونا ويروس چې په ټـوله نړۍ کې خپره شوې او نږدې دوه سوه زره کسان پرې اخته او اته زره مړه شوي دي، افغانستان ته هم مخه کړې او تر اوسه ٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

login or register a new account.