Language

سعودي له حرمينو پرته په ټولو جوماتونو کې پر لمونځ کولو بنديز لګولی

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٨): د سعودي عربستان حکومت له حرمينو الشريفینو پرته د دغه هېواد په ټولو جوماتونو کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه پر لمونـځ کولو او راټوليدنې بنديز لګولى دى.

د سعودي دولتي اژانس (واس) خبر ورکړى چې دغه پرېکړه د سعودي عربستان د علماوو شورا له خوا په يوه بېړنۍ ناسته کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې چې په سعودي کې پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر مخ پر زياتېدو شو.

د علماوو شورا په پرېکړه کې راغلي چې خلک دې د ورځې پنځه وخته او د جمعې لمونځونه په خپلو کورونو کې ادا کړي.

خو په پرېکړه کې راغلي چې په جوماتونو کې يواځې اذان کېږي، خو لمونځ نه کېږي.

بلخوا د سعودي عربستان د روغتيا وزارت اعلان کړى چې په دغه هېواد کې تر اوسه د کرونا ١٧٠ پېښې ثبت شوې دي، خو تر اوسه څوک مړه شوي نه دي.

د کرونا ناروغۍ چې درې مياشتې مخکې په چين خپره شوه، تر اوسه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ١٩٠ زره کسان پرې اخته شوي او تر ٧٠٠ ډېر کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په  افغانستان کې هم د کرونا ناروغۍ ۲۲ پېښې ثبت شوې چې له دغه شمېره  ۱۳ یې په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکندي کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.