کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): ولسي جرګې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه له دې وروسته په اوونۍ خپلې درې عمومي ناستې یوې ته راټيتې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې دغې جرګې تر اوسه په اوونۍ کې درې عمومي ناستې ترسره کولې.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د یادې جرګې د روغتیا کمېسیون د وړاندیز پر اساس او د کرونا ویروس د ډېر خپراوي د مخنیوي لپاره باید جرګه پرېکړه وکړي؛ ځکه د جرګې عمومي ناستې ترسره کول کېدای شي د دغه ویروس خپرېدو سبب شي.
وروسته د جرګې غړو رایه ورکړه چې له دې وروسته د جرګې عمومي ناسته یوازې د چهارشنبې په ورځ ترسره شي او په نورو رسمي ورځو کې دې د خلکو استازي د جرګې په کمېسیونونو کې د قانون مواد طی مراحل کړي او د حکومت پر کړنو دې نظارت وکړي.
په هېواد کې د کرونا ویروس (Covid-19) مثبتې پېښې ۲۲ ته رسېدلې چې ۱۳ یې په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکندي کې ثبت شوې دي.
حکومت پرېکړه کړې چې په کابل او هغو ولایتونو کې چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي، حمامونه وتړي او په هوټلو کې مراسم ترسره کول وځنډوي.
همداراز د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي په موخه ښونیز او تحصیلي مرکزونه، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینه، په ولایتونو کې د نوروز جشن او سپورتې سیالۍ هم د هېواد په کچه لغوه شوې دي.
login or register a new account.