Language

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ٢٠٠زرو او له امله یې د مړه شوو ٨زرو ته ورسېد

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٨): که څه هم په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس مخ په پراخېدو دی، خو د چين حکومت وايي چې دا ناروغي يې کنټرول کړې ده.

د کرونا ويروس ناروغي شاوخوا درې مياشتې مخکې د چين له اوهان ښاره پيل شوه، لومړى په ټول چين او اوس نورې نړۍ ته هم خپره شوې ده.

د راپورونو له مخې، دا ناروغي اوس د نړۍ په شاوخوا ١٣٠ هېوادونو کې خپره شوې ده او شاوخوا ٢٠٠زره کسان پرې اخته شوي دي.

د امريکا د جان هاپکن پوهنتون چې په دې اړه څېړنې او ارقام خپروي، د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې له دې ناروغۍ شاوخوا ٨زره کسان مړه شوي چې تر ټولو زيات (څلور زره) په چين کې مړه شوي دي.

له چين وروسته د ناروغانو او مړو شمېر په ايټاليا کې زيات دی، هلته څه باندې شل زره کسان پر دې ناروغۍ اخته او تر دوه نيمو زرو زيات مړه شوي دي.

درېيم هېواد چې کرونا ناروغۍ ډېر ځپلى هغه ايران دى، په ايران کې ١٦زره کسان پرې اخته او تر زور زيات کسان مړه شوي دي.

دغه راز هسپانيه کې ١٢زره، جرمني کې باندې  ٩زره، سوېلي کوريا کې اته نيم زره، فرانسه کې اووه نيم زره، امريکا کې شپږ نيم زره او برېتانيا کې دوه زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

که څه هم دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې ده، خو په اروپا او امريکا کې مخ په پراخېدو ده، د ايران ترڅنګ د افغانستان په بل ګاونډي هېواد پاکستان کې هم مخ په پراخېدو ده او تر ٢٥٣ کسان پرې اخته شوي او يو تن مړ دى.

د چين رسنيو ويلي چې پرون په ټول هېواد کې يې ١٢ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ١١ يې له بهره راغلي وو او ١٢ نور مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، له شاوخوا ٢٠٠ زره کسانو څخه پر دې چې ناروغۍ اخته شوي ٨٣ زره يې بېرته روغ شوي دي.

په ډېرو هېوادونو کې بيړني حالتونه اعلان شوي، ښوونځي، دفترونه ، مغازې، مارکېټونه، هوټلونه او نورې ادارې تړل شوې دي.

ګڼ شمېر هېوادونو له نورو هېوادونو سره خپل سرحدونه تړلي او هوايي سفرونه يې هم لغوه کړي دي.

login or register a new account.