کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې موازي حکومت د افغانستان خلکو ته ځواب ويونکى نه دى او خلکو ته زيان رسوي.
دغه څرګندونې د مرکزي او سوېلي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس وېلز څو ساعته مخکې په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.
هغې زياته کړې، د افغانستان مشرتابه بايد ملي يووالی لومړيتوب کړي او ترې ساتنه وکړي.
د نوموړې په وينا، موازي حکومت د افغانستان د خلکو لپاره ځواب ویونکی نه دی او خلکو ته زيان رسوي.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په ټويټر کې د افغانستان روان سياسي بحران او کړکېچ پر هواري ټينګار کړى دى.
هغه زياته کړې، اوس د دې وخت را رسېدلى دى چې د افغانستان روان بحران پاى ته ورسېـږي.
خليلزاد ويلي، افغان سياسي مشران بايد خپل هغه اختلافات ډډې ته کړي چې د لوړې د دوو مراسمو له امله رامنځته شوي دي.
د يادونې ده، ډاکټر عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې چې په کې اشرف غني ګټونکى اعلان شو، ونه منلې او له غني سره يې په يوه ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل.
login or register a new account.