پلخمري (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او د نهرين د امنيه قوماندان په ګډون ٨ نور ژوبل شوي دي.
دغه موضوع يوې ځايي دولتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک خبري اژانس ته څرګنده کړه.
سرچينه وايي، د نهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان نوراغا پاچا پر موټر د ولسوالۍ په شيخ جلال سيمه کې د سړک پر غاړه د خښ شوي ماين چاودنه شوې چې درې پوليس په کې وژل شوي او د قوماندان په ګډون ٨ نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، دغه پېښه نن له غرمې وروسته هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د نهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان سره له ګڼ شمېر عسکرو غوښتل چې د شيخ جلال په نوم غرنۍ سيمې امنيتي پوستې ته مهمات ورسوي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د نهرين ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ پر موټر د ماين چاودنه تاييدوي، خو په چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې له جزئيات ورکولو ډډه وکړه.
خو ددغه ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر حبيب الله محب وايي چې له نهرين ولسوالۍ څخه ولايتي روغتون ته ٧ ټپيان ور وړل شوي چې ټول نظاميان دي.
د ده په خبره، د يو تن ټپ ژور دى او د نورو روغتيايي حالت ښه دى.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP