کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): طالبانو له نړيوالو مرستندويو او روغتيايي موسسو غوښتي چې د دوى په سيمو کې دې هم د کرونا د مخنيوي او درملنې لپاره اقدامات وکړي.
د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د کب په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کرونا ناروغي د الله تعالی له خوا يوه مقدره ناروغي ده چې ممکن د انسانانو د سرکشيو، ګناهونو او نورو اسبابو له امله یې راوستې وي.
په خبرپانه کې زياته شوې: ((زموږ مسلمان ملت بايد ياده ناروغي د الله تعالی تقدير وبولي او د رسول له لارښونو سره سم دې چلند ورسره وکړي. د علماء کرامو له لارښوونو سره سم دې په کثرت سره دعاګانې ولولي، تلاوت او استغفار دې ډېر وايي، صدقات او خيراتونه دې وکړي.))
طالبانو له خلکو غوښتي چې د روغتیايي سازمانونو، ډاکترانو او روغتیا پالانو له خوا چې په دې اړه د کومو احتیاطي تدابیرو لارښوونه شوې، د هغو رعایت دې وکړي او تر وسه وسه دې هڅه وکړي چې احتياطي طبي تدابير عملي شي.
دوى له نړيوالو مرستندویه، روغتيايي او بشري ادارو غوښتي چې د دوى تر کنټرول لاندې سيمو ته دې هم د اړتيا وړ توکي، درملو او مرستو په رسولو کې خپله دنده ادا کړي، دوى به ورته بشپړه زمينه سازي وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سوداګر دې هم د اسلامي او انساني مسووليت له مخې په دغه مصيبت کې د خپلو خلکو لاس نیوی وکړي، نامشروع ګټې ونه کړي، د توکو بيې دې نه لوړوي او له احتکاره دې ځان وساتي.
login or register a new account.