Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې د مېوو سلګونه باغونه جوړېږي

ښرنه (پژواک، ۲۹ کب ۹۸): د پکتيکا د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت شپاړس سوه بزګرانو ته د مڼو، بادامو، شفتالو او انګورو باغونه جوړوي.

د پکتيکا د کرنې رييس ابوبکر پژواک اژانس ته وويل چې د مرکز او ولسواليو بزګرانو ته یاد باغونه د کرڼې رياست له لوري د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا جوړېږي.

هغه زياته کړه، د يو باغ لپاره ۶۶ نيالګي په نظر کې نیول شوي چې  پنځوس سلنه د کرنې رياست او ۵۰ سلنه کروندګر ورکوي او ټول باغونه پر ۱۵۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

د پکتيکا والي مجيب الرحمن څنکنى وايي، پکتيکا پراخې کرنيزي ځمکې لري او ډېری خلک يې په کرکيله بوخت دي.

هغه باغونو د نیالګیو د وېش پر مهال وويل، د نیالګیو اېښودل که له يوې خوا د خلکو پر اقتصاد ښه تاثيرات لري، له بل پلو د هوا په سمسورتيا کې ګټور ثابتېدای شي.

دوو بزګرانو حاجي ګلا جان او محمد خان له پژواک سره په خبرو کي د کرنې له رياسته مننه وکړه چې په کروندګرو يې نیالګي ووېشل.

هغوی له حکومته غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کي دې د بندونو تړلو ته پاملرنه زياته کړه.

د يادونې ده، تېر کال هم د پکتيکا پر بزګرانو د کرنې رياست له لوري پر ۶۰۰ بزګرانو نيالګي وېشل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.