کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ۹۸) امریکا او ناټو په زابل کې ولایت د طالبانو لخوا د افغان سرتیرو وژل په کلکه غندلي، د سولې په درشل او د نوي کال په ورځ یې دغه کار ډیر بد او له شرمه ډک بللی دی.
وسله والو طالبانو نن سهار د زابل ولایت د مرکز کلات ښار اړونده سیمه کې د ملي اردو او پولیسو پر ګډې پوستې د یوه نفودي تن په همکارۍ برید کړی و، چې په ترڅ کې یې تر ۲۲ زیات سرتیري ووژل شول.
خو د ملي دفاع وزارت وایي چې په دې برید کې ۱۱ د ملي اردو او ۶ د پولیسو سرتیري وژل شوي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دطالبانو دغه برید په کلکه غندل شوی دی او د افغان ملي دفاعي ځواکونو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې افغان ملي ځواکونه خپل ولس ته دژمنتیا او خدمت سره درناوی وړاندې کوي .
د امریکا سفارت وایي چې د کرونا ویروس د وبا او د نوي کال د نوروز نمانځلو پر مهال دا ډول بریدونه ترسره کول ډیر قبیح او بد عمل دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس د سولې وخت راغلی دی.
بلخوا په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي نیوکولاس کې هم په ټویټر کې د یوه پوسټه له لارې دغه برید په کلکه غنلدی دی.
هغه زیاته کړې، د نوي کال د لومړۍ ورځې پر مهال دا ډول بریدونه ترسره کول له شرمه ډک کار دی.
ولسمشر اشرف غني هم ددې برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې داډول بریدونه د سولې فرصت له ګواښ سره مخامخ کوي.
login or register a new account.