کندوز ښار (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٩) : د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د يوې چاودنې له امله ١٥ ملکيانو او ١١ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند خليل اسير د وري په لومړۍ نېټه، پژواک اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون تر ماښام وروسته د تالقانو ښار په چينزي سيمه کې شوې وه.
هغه زياته کړه، يوه ډله وسله والو طالبانو چې غوښتل يې د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کړي، پرې چاودېدلى دى.
د اسير په وينا، هلته چې د سيمې ماشومان هم راټول وو، د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز وويل چې په دې چاودنه کې څلور طالبان هم وژل شوي او و اوه نور ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP