Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان او ننګرهار کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پلخمري- جلال اباد (پژواک، ٢ ورى ٩٨): په بغلان او ننګرهار ولايتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې چې په ترڅ کې يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال ويس صميمي د کب په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور طالبان وژل شوي، درې ټپيان شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ده وويل چې په ياده جګړه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.

خو د سيمې يوي قومي سرچېنې پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د ناجوپر سيمې پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه تنه نور طالبانو له ځانه سره وړي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار مومنددرې ولسوالۍ کې يې د وسله والو بريد پر شا تمبولی دى.

په ختیځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه د وري په دويمه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په شېرزادو او مومندرې ولسواليو کې يې پيل کړي عمليات له دفاعي حالته تعرضي حالت ته ګرځولي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د سېلاب څلورمې څپې ۲۱م نمبر عمليات په شېرزادو او ۲۰م نمبر په مومندرې ولسوالۍ کې پخوا پيل شوي و چې وروسته دفاعي حالت ته تللي و، خو له پرون راهیسي يې بېرته تعرضي حالت ته وړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د مومنددرې ولسوالۍ مربوطاتو کې وسله والو طالبانو یې پر پوستو برید کړی و چې د دوی له مقاومت سره مخ شول.

خبرپاڼه کې زياته شوې، د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې د طالبانو يو سيمه ييزو قوماندان وژل شوی او درې نور وسله وال طالبان ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.