Language

له ټاکنو او لوړې مراسمو وروسته د کابینې لومړۍ غونډه وشوه

کابل (پژواک، ۲ وری ۹۹) : ولسمشر اشرف غني وایي چې  د خپل نوي حکومت د کابینې لومړۍ غونډه یې نن ترسره کړه.

هغه په دې اړه په ویډیویي پیغام کې چې د ارګ له ټولنیزو شبکو څخه خپور شوی وایي چې د کابینې غړو ته یې لومړی مرستیال امر الله صالح ، دویم مرستیال سروس دانش او ځانګړی استازی محمد یوسف غنضفر معرفي کړل.

ولسمشر غني وویل : (( لکه څرنګه چې د لوړې په مراسمو کې مې ژمنه کړې چې د نوې کابینې جوړول مې دوو اونیو لپاره ځنډول وو، څو د هیواد له سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو او نورو سره د نوې کابینې په اړه سلا مشورې وکړم.))

خو نوموړي زیاته کړه، چې د کابینې ځنډول په دې ما نا نه وو، چې د ولس له خدمت څخه هم لاس واخلي ، حکومتي دستګاه په دوامداره توګه د خلکو لپاره خدمات وړاندې کول.

ولسمشر وایي چې له ولس سره به کړې ژمني یو په یو عملي کوي، د خوښۍ ځای دی، له لسګونو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په هیواد کې یو داسې سیاسي ټیم  رامنځته شوی چې پر لویو ملي هدفونو، د قدرت ساختار او نورو لویو موضوعاتو داساسي قانون له مخې کار کوي  او هیڅ ډول سلیقوي او سیاسي اختلافات نه لري.

د هغه په وینا، دا نوی ټیم کولی شي ولس ته خپل خدمات تیز ، دولتي ادارې له فساد، تعصب او سمت ګرایۍ څخه پاکې کړي.

اشرف غني وویل چې د کابینې په لومړۍ غونډه کې دغه راز د کرونا  ویروس د مقابلې او مبارزې لپاره ځانګړی بحث وشو، څو ورځې په دې برخه کې یې ځینې جزیات له ولس سره شریک کړي وو .

ولسمشر خلکو ته ډاډ ورکړ چې له ټولو شته ظرفیتونو سره به له کرونا څخه رامنځته شوی وضعیت مدیریت کوي او خلکو ته به په وخت خدمات وړاندې کوي.

ده زیاته کړه : (( ډاډمن اوسئ د خلکو د ژوند خوندیتوب د بازار او اقتصاد ثابتوالی د بیو کنټرول او د خوراکی توکو او درملو اکمالات د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.))

login or register a new account.

Related Topics