Language

کندوز کې د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي کمپاین پیل شو

کندوز ښار (پژواک، ٢ ورى ٩٩): د کندوز په مرکز کې د عامې روغتيا رياست او مدني فعالانو له لوري د کرونا ويروس خپرېدو د مخنيوي په موخه کمپاين پيل شو.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي د وري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کمپاين يې د ارشاد، حج او اوقافو رياست، مدني ټولنو، ولايتي شورا، ځوانانو او قومي مشرانو په ملتيا پيل کړی دی.

فضلي زياتوي: ((دا ډېر لوى کمپاين دى، په دې کې موږ خلکو ته د کرونا ويروس په اړه معلومات ورکوو چې څنګه ځان ترې وساتي، هم مو بروشرونه چاپ کړي، هم خلکو ته عکسونه ښیيو، غږيز پيغامونه هم په کې شامل دي او ترڅنګ يې کمپاينران له خلکو سره خبرې کوي او مستقيم معلومات ورکوي.))

دغه راز د کندوز د مدنې ټولنو رييس عنايت الله خليق پژواک ته وويل چې د مدني ټولنو غړو او نورو کسانو د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه په ښار کې لاريون ترسره کړ.

ده وويل: ((موږ له خلکو غواړو چې دغه ناروغي جدي ونيسي او په دغه برخه کې د عامې روغتيا رياست لارښونو ته غوږ شي.))

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا غړي مولوي خوش محمد نصرت يار چې په دغه کمپاين کې برخه اخيستې وه پژواک، ته وويل چې کرونا ويروس د مخنيوي په موخه بايد ټول خلک د عامې روغتيا رياست ټولې لارښونې په ځان او خپلې کورنۍ عملي کړي.

په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسيدونکي شريف پژواک ته وويل: ((د دغه کمپاين په ترڅ کې ما د کرونا و يروس په اړه ډېر څه زده کړل، زه يې عملي کوم او کور کې يې نورو سره هم شريکوم، ترڅو هغوئ يې هم عملي کړي.))

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ټول هېواده د کرونا ۳۹۰ مشکوکې پېښې په مرکزي لابراتوارونو کې معاینه شوې چې ۲۴ یې مثبتې او  ۳۶۶ یې منفي ثابتې شوې دي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې‎، له ټولو ۲۴ پېښو ۱۵ په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او يوه، یوه په کاپيسا، بادغیس، بلخ او دایکندي کې ثبت شوې دي.

د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١١٦٠٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ١١ زره کسان مړه شوي او ٢٧٧ زره نور کسان پرې اخته شوي چې ډېر یې بیرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.