کندوز ښار (پژواک، ٣ورى ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې په کندوز کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٩ نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري د وري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د کندوز په خان اباد او دشت ارچي ولسواليو کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
خبرپاڼه وايي چې د دغو بريدونو له امله ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٩ نور يې ټپيان شوي دي.
دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په امام صاحب، دشت ارچي او خان اباد ولسواليو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د طالبانو د مشهور قوماندان قاري حافظ په ګډون ٢٤ طالبان وژل شوي او ١٩ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
همدارنګه د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه حکومتي ځواکونو د امام صاحب اړوند د يکه توت په سيمه کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کړى دى.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه وژل شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP