پلخمري (پژواک، ۴ وری ۹۹): د بغلان د ډبرو سکرو د کانونو سلګونو کارکوونکو له دې امله کاري اعتصاب وکړ چې حکومت دغه برخه خصوصي سکتور ته سپارلې ده.
دوى وايي، خصوصي سکتور پرېکړه وکړه چې په کانونو کې بايد د کارکوونکو شمېر کم شي چې دغه کار دوى ته د منلو نه دى.
د يادې کړنې په غبرګون کې د دغه ولايت د ډبرو سکرو د کانونو سلګونو کار کوونکو د وري په څلورمه په مرکز پلخمري کې لاريون وکړ.
په شمال کې د تصدۍ رياست د کارکوونکو د معاشونو مدير عبدالصمد صادقي پژواک ته وويل چې د شمال د ډبرو سکرو تصدي ټول ١٣ سوه کارکوونکي لري او وزارت دغه برخه خصوصي سکتور ته سپارلې ده.
هغه وايي: ((خصوصي سکتور غواړي چې د کارکوونکو دغه شمېره ٣٢٠ ته را ټيټه کړي چې شاوخوا زر تنه وزګاريږي نو له همدې امله موږ نن کار اعتصاب کړى دى.))
دغه راز په بغلان کې د ډبرو سکرو کانونو د کارکوونکو اتحاديې مسوول سخي داد رضايي وايي چې د خصوصي شرکت له لوري دوی ته په استول شوي مکتوب کې د ټولو بستونو د لغوه کېدو ويل شوي دي.
هغه زياتوي: ((موږ د شرکتونو له فعاليت سره کار نه لرو، موږ خپله پوره تشکيل غواړو که څوک غواړي زموږ تشکيل کم کړي موږ يې پر وړاندې کلک دريږو.))
همدارنګه د دره صوف کان آمر محمد عارف وويل، که چېرې خصوصي شرکت د کارکوونکو شمېر کم کړي نو ډېر مسلکي کسان به بې برخليکه شي.
دى وايي: ((موږ دلته همدا اوس ٣٠ مسلکي انجنيران لرو، خو دوى غواړي دغه شمېره دريو ته راټيټه کړي، دغه ٢٧ نور مسلکي کسان وزګاريږي.))
يو شمېر نورو کارکوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ويل تر هغه يې چې ياده ستونزه نه وي هواره شوي، خپل کاري اعتصاب ته ادامه ورکوي او په لويو لاريونونو لاس پورې کوي.
د يادو څرګندونو په اړه د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پژواک ته وويل چې د تصدیو اړوند د ټولو چارو مسوولیت د کانونو وزارت له تشکیل څخه جلا شوی دی.
دی وايي: ((د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د هېواد د تصدیو چارې ځانګړي ریاست ته سپارل شوي، له فرمان وروسته تصدۍ ریاست دغه چارې سمبالوي وزارت یې په چارو کې کار نه لري.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP