Language

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر خوشي کېدو خبرې وشوې

کابل (پژواک، ۴ وری ۹۹): د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د قطر او امریکا په شتون کې د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو پر خوشي کولو خبرې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د وري په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د تماس لومړني ګروپ د ویډیو کنفرانس له لارې د طالبانو له استازو سره ولیدل.

هغه زیااته کړه، په دې لیدنه کې ټولو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبرې وشوې.

فیصل وایي، په دې دوه نیم ساعته مجلس کې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظریات تبادله کړل، څو د بندیانو خلاصون ته مساعد چاپېریال رامنځته شي.

د هغه په وینا، په دې ناسته  کې د امریکا د متحدو ایالتونو او د قطر استازو هم حضور درلود.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره  د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې ناستې پخلی کړی دی.

هغه په ټویټر کې لیکلي، د امریکا متحده ایالتونو او قطر د سکایپ ویډیو کنفرانس له لارې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون په اړه لومړنۍ تخنیکي خبرې تسهیل کړې.

نوموړي زیاته کړې، تر دوو ساعتونو زیات دغه تخنیکي بحث خورا مهم، جدي او مفصل و.

ده ویلي: ((له ټولو غاړو مننه کوم، هر څوک ښه پوهېږي چې د کرونا وایروس ګواښ د بندیانو چټک خلاصون اړین ګرځوي.))

خلیلزاد زیاته کړې، ټولو غاړو په زورزیاتي کې کمښت، بین الافغاني مذاکراتو او هر اړخیز او تلپاتي اوربند لپاره خپله کلکه ژمنتیا وښوده.

دی وایي،  په راتلونکو دوو ورځو کې پر ورپسې تخنیکې غونډې هم هوکړه وشوه.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم په ټویټر کې لیکلي چې پرون د دوی د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم، د افغان حکومت له تخنیکي ټیم سره د قطر او امریکې د پلاوو په شتون کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. خبرې یوازې د بندیانو د خلاصون په هکله وې چې د هغو لپاره دا تخنیکي ټیمونه ټاکل شوي.

login or register a new account.