Language

غزني ښار (پژواک، ٤ ورى ٩٩): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله څلور پوليس او يو بل کس وژل شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د وري په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ده يک ولسوالۍ د خشک په سيمه کې د پوليسو پر رنجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه چاودنه کې څلور پوليس او يو بل کس وژل شوي چې تر اوسه د دغه کس هويت نه دى په ډاکه شوى.

بل لورته د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

ده يک د غزني د مرکز ختيځ ته په ٢٠ کيلومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له مرکز پرته نورې سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.