Language

د پکتیکا د ښځو چارو نوې رییسې د دغه ولایت ښځو ته د خدمت  ژمنه وکړه

ښرنه (پژواک، ٤ ورى ٩٩): د پکتيکا د ښځو چارو نوې رييسه وايي چې د دغه ولايت ښځو ته د هغوی د اساسي حقونو ورکړه او ورته د زده کړو زمينې برابرول يې له کاري لومړيتوبونو دي.

خوشبو ميدانوال نن د پکتيکا د ښځو چارو د ریيسې په توګه دنده پيل کړه، نوموړې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې او دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت کې د ښځو په برخه کې يوه ماسټره پر دنده ګومارل کېږي.

ميدانوال وويل چې د دغه ولايت مېرمنو ته د اساسي حقونو ورکړه او نجونو ته د زده کړو زمينې برابرول يې په لومړيتوبونو کې دي.

هغې زياته کړه چې د ښځو  د ځان بسیاينې په برخه کې ځانګړي پلانونه لري چې په پلي کولو سره به يې د مېرمنو کورنی اقتصاد هم پياوړی شي.

هغې وويل چې پکتيکا کې د مېرمنو په برخه کې زيات کار ته اړتيا ليدل کېږي؛ ځکه چې د دغه ولايت ښځې د ژوند له ګڼو حقونو بې برخې دي.

دغه راز د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني د ښځو چارو پخوانۍ رييسې بي بي هوا خوشيوال ته د ښو خدمتونو له امله ستاينليک ورکړ او نوې رييسې ته يې لارښوونه وکړه چې د ښځو حقونو او اقتصادي ودې لپاره چټک کار وکړي.

د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکې رحيمې وويل چې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله د دغه ولايت مېرمنې له زده کړو، کار، روغتيا او ګڼو نورو حقونو بې برخې دي.

هغې وويل، نوې رييسه چې د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړې، باوري ده چې د مېرمنو په برخه کې به ښه کار وکړي.

همدارنګه په ياده غونډه کې د پکتيکا ولايتي شورا غړي عزيز عزيز هم وويل چې په دغه ولايت کې کلتوري ستونزې د دې لامل شوي چې مېرمنې له زده کړو څخه بې برخې شي.

ده زياته کړه: ((موږ کوښښ شروع کړى چې هرڅه ژر دغه د نجونو د زړه کړو مشکل حل کړو.))

د يادونې ده، پکتيکا د افغانستان له لرو پرتو ولايتونو څخه دى چې د نجونو ترڅنګ په ډېرو سيمو کې يې هلکان هم له زده کړو څخه بې برخي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.