Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښرنه (پژواک ٥ ورى ٩٩): د پکتيکا ولايت د يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د اسماني تندر د پرېوتو له امله دوه ښځې وژل شوي او يو تن ژوبل شوی دی.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي سلطان محمد پژواک خبري اژانس سره په خبرو کي وويل چې د سې شنبې په ورځ ناوخته د يوسف خېل ولسوالۍ اړوند سيمه کې په يو موټرسايکل اسماني تندر يا ټکه لوېدلی چې له امله يې موټرسايکل چلوونکی ژوبل شوی او دوه مېرمنې چې دواړه پېغلې وې، وژل شوې دي.

د ده په وينا، دغه موټرسايکل يحيى خېلو ولسوالۍ ته روان و چې اسمانې تندر ورباندې راپرېوتې ده.

د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوه کارکوونکي زرداد پژواک ته وويل، مازيګر ناوخته روغتون ته دوه مېرمنې چې د اسماني تندر له لاسه وژل شوې وې، له يو ژوبل شوي تن سره را وړل شوي دي.

د هغه په خبره، ياد کس د يحيى خېلو ولسوالۍ د ګوډلو د کلي اوسېدونکی و چې په يوسف خېلو ولسوالۍ کې له دې پېښې سره مخامخ شوی دى.

له تېرې يوې اونۍ را په دي لوري پکتيکا کې د بارانونو ورښت ډېر شوی، چې همدا نن له باران سره توپان هم ملګری وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.