Language

امریکا د غني او عبدالله د اختلافاتو له امله خپله یو میلیارد ډالره مرسته کموي

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ولسمشر غني او عبدالله د اختلافاتو له امله چې د يوه ټولشمول حکومت پر جوړولو يې موافقه ونه کړه، له افغانستان سره خپلې يو ميليارد ډالره مرسته کموي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون سهار په ناڅاپي ډول کابل ته راغی، له ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره يې جلا جلا وليدل.

هغه هڅه وکړه چې د دواړو اختلافات پاى ته ورسوي او د يوه ټولشمول حکومت پر جوړولو موافقه وشي، خو پومپيو په دغه کار کې بريالى نه شو او ناهيلى له کابله ولاړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وري په ٥مه په يوه خبرپاڼه کې د افغان مشرانو پر چلند ناهيلي څرګنده شوې او په غبرګون کې يې له افغانستان سره د يو ميليارده ډالرو مرستې کمولو اعلان کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امريکا له افغانستان او افغانانو سره پر خپلې دوامدارې همکارۍ او ملګرتيا وياړي او له ٢٠٠١ کال راهيسې هلته لاسته راوړنو ته درناوى لري.

سرچينې زياته کړې چې امريکا له افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ قوي ريښې لري؛ ځکه چې دواړو له ٢٠٠١ کال راهيسې د نړيوالې ټولنې امنيت پر وړاندې د شته ګواښونو پر ضد ګډه مبارزه کړې او قربانۍ يې ورکړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغانستان سياسي ثبات د دوى د ملي امنيت لومړيتوبونو کې دی او په همدې موخه د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون کابل ته سفر وکړ او له افغان مشرانو سره يې له نږدې وليدل.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((امريکا ډېر افسوس کوي چې ولسمشر اشرف غني او پخوانى اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پومپيو ته ويلي چې دوى د يوه پراخ بنسټه ټولشمول حکومت پر جوړولو موافقې ته نه رسېږي.))

سرچينې ويلي چې امريکا د افغان مشرانو له دغه دريځه ناهيلى شوی؛ ځکه چې دا د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو خلاف دريځ دى او په دې سره د دواړو هېوادونو اړيکې زيانمنېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان مشرانو دغه ناکامي د امريکا ملي ګټې زيانمنوي او ورته نېغ په نېغه ګواښ رامنځته کوي، په همدې موخه سپينه ماڼۍ غواړي له افغانستان سره پر خپلو همکاريو له سره کتنه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د نورو اقداماتو ترڅنګ دوى نن له افغانستان سره په خپلو مرستو کې د يو ميليارد ډالرو کمولو اعلان کوي او په همدومره کچه به په ٢٠٢١ کال کې هم کموي.

امريکا ګواښ کړى چې دوى به په نورو برخو کې هم خپلې مرستې او همکارۍ کموي او په راتلونکي کې د افغانستان په اړه د مرستو په نړيوالو کنفرانسونو کې پر خپلو ژمنو له سره غور کوي.

login or register a new account.