ګردېز (پژواک، ٥ وری ۹۹): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې تر راتلونکو دوو مياشتو به د ګردېز ښار او دوو ولسواليو شاوخوا ۱۳ کورونو ته وارداتي برېښنا ورکړل شي.
دوی ادعا کوي چې تر دې دمه شاوخوا اووه زره کورونو ته ياده برېښنا ورکړل شوې او ۸۵۰۰ کورونه په ګردېز او ۵۰۰۰ نور په وزې ځدراڼ او شواک ولسواليو کې پاتې دي.
خو خلک دا خبره نه مني، اړوند قراردادي شرکت پر ناغېړۍ تورنوي او وايي چې د ياد شمېر نيمايي کورونو ته هم برېښنا نه ده وصل شوې.
مدني فعال کريم ساحل نيوکه کوي چې د مسوولو چارواکو له ګڼو ژمنو سره سره لا هم د لومړي پړاو ټاکل شوي شمېر کورونو ته برېښنا نه ده رسېدلې.
ساحل پژواک ته وويل: ((زه چې تر څو ونه ګورم چې ټولو کورونو ته دا برېښنا رسېدلې او هلته ګروپ نه وي روښانه شوی، باور نه شم کولای؛ ځکه دا ډول ژمنې مخکې هم شوې دي.))
د وزې ځدراڼ ولسوال عبدالولي ځدراڼ وايي چې په دې ولسوالۍ کې د وزې ځدراڼ، ګردې څېړۍ او شواک ولسواليو لپاره د برېښنا سب سټېشن جوړ او ژمنه شوې وه چې د تېر ميلادي کال تر پايه د يادو درېیو ولسواليو ۵۰۰۰ کورونو ته ترې برېښنا ورکړل شي خو په خبره يې تر دې دمه له دغه سب سټېشن څخه يو کېبل هم کورونو ته نه دی غځول شوی.
ځدراڼ وويل: ((د سب سټېشن او برېښنا د وېش شبکې کارونه مخکې بشپړ شوي، وعده هم شوې وه، خو تر اوسه برق نه دی وېشل شوی.))
د پکتيا ولايتي شورا او سوداګر هم برېښنا د ژوند اسانتياوو او اقتصادي فعاليتونو لپاره اساسي پديده يادوي او وايي چې د برېښنا رسولو د قراردادي هندي شرکت د کم کارۍ له امله د برېښنا د وېش چارې له ټاکل شوي وخت څخه شاوخوا يو کال شاته پاتې شوې دي.
د يادې شورا غړي تاج محمد منګل پژواک ته وويل چې شاوخوا دوه کاله وړاندې ولسمشر غني ګردېز ته په خپل کاري سفر کې ژمنه کړې وه چې په دوو کلونو کې به د پکتيا ټولو سيمو ته برېښنا ورسول شي، خو په خبره يې، تر دې دمه د ګردېز ښار شاوخوا کورونو ته هم برېښنا نه ده ورکړل شوې.
منګل وايي چې مسوول قراردادي شرکت ته اضافي وخت ورکړل شوی او که دغه ځل په ټاکل شوي وخت ياده برېښنا ونه رسوي، نو جريمه دې شي او قرارداد دې ورڅخه واخیستل شي.
نوموړي زياته کړه: ((قراردادي شرکت بايد په وروستي ورکړل شوي ضرب الاجل کې پاتې شاوخوا ۱۳۵۰۰ کورونو ته برېښنا ورسوي. موږ هيله من يو چې ولسمشر به ټولې پکتيا ته د برېښنا رسولو خپله ژمنه هم ژر عملي کړي.))
خو د پکتيا والي شميم خان کټوازي له پژواک سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د ۱۳۹۹ کال د غويي مياشتې تر پايه به پاتې شاوخوا ۱۳۵۰۰ کورونو ته برېښنا ورکړل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP