Language

«د غزني د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته بشپړ چمتووالی شته»

 

کابل (پژواک، ٥ وری ۹۹): ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د غزني د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو ته د بشپړ تخنیکي چمتووالي خبر ورکوي چې تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې د ځینو ټاکنیزو ټکټونو له خوا نه دي منل شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې که نړیواله ټولنه او افغان حکومت د ټاکنو د بودجې ژمنه وکړي، دغه کمېسیون له عملیاتي اړخه تیار دی.

ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو ته د تخنیکي تیاري خبر ورکوي چې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې تر اوسه د ځینو ټاکنیزو ټکټونو له خوا نه دي منل شوې.

ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېر کال د سلواغې په ۲۹مه محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو د ۱۳۹۸ کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

خو د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلانه څو ساعته وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله د «ټول شموله حکومت» د جوړېدو اعلان وکړ.

ولسمشرۍ ټاکنې د تېر کال د تلې په شپږمه  ترسره شوې، خو پایلې یې تر شاوخوا شپږو میاشتو ځنډ وروسته د تېر کال د سلواغې په ۲۹مه اعلان شوې.

ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د یادو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو عبدالله عبدالله چې د اعلان شوو رایو په اساس په دویمه درجه کې ځای درلود یادې پایلې ونه منلې او ټول شموله حکومت یې اعلان کړ.

دغه راز د کب په ۱۹مه محمد اشرف غني په ارګ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره کړل.

د محمد اشرف غني د لوړې مراسم د قاضي القضات خو د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم په ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو د پخواني استازي مولوي شهزاده شاهد له خوا ترسره شول.

بلخوا امریکا د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شوو اختلافاتو له امله تازه له افغانستان کې د خپلو کلنیو مرستو اندازه یو میلیارد ډالر کمه کړه.

login or register a new account.