کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩): د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي له ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د هندوستان د حکومت د اطلاعاتو ادارې له خوا د وري په ٥مه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې دغه ټيلېفوني اړيکه نن سهار نيول شوې وه.
سرچينې زياته کړې چې په دې اړيکه کې لومړي وزير نريندرا مودي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د نوي کال (نوروز) مبارکي ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز دواړو مشرانو د کرونا ناروغۍ پر ضد پر ګډې مبارزې او د اړيکو پر پراختيا هم خبرې کړې دي.
د يادونې ده، د دويم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د اشرف غني تر ټاکل کېدو وروسته نريندرا مودي د نړۍ يو له لومړنيو مشرانو دی چې هغه ته يې مبارکي ورکړه او د هر راز مرستو او همکاريو ډاډ یې ورکړ.
login or register a new account.