کابل (پژواک، ۵ وری ۹۹): مشرانو جرګې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت او ارګ پر همغږۍ د ټینګار ترڅنګ پرېکړه کړې چې وروسته له دې به دغه جرګه په اوونۍ کې یوه ورځ عمومي ناسته کوي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د کرونا (کوید ۱۹) ویروس ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۲۱ یې په هرات او پاتې نورې یې د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې دي.
د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي چې د کرونا ویروس له ډېر خپرېدو د مخنیوي په موخه یې د هرات ولایت د قرنطین وړاندیز کړی، خو د ځینو سیاسي او سلیقه یي ملاحظاتو له امله دغه ولایت نه دی قرنطین شوی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د عامې روغتیا وزیر وړاندیز کړی څو په هرات کې د ورځې له خوا پر ګرځېدو د ۱۴ ساعتونو لپاره بندیزونه ولګېږي، خو پام نه دی ورته شوی.
هغه ویلي: «که د مسوولو ادارو له خوا د دغه وزارت وړاندیزونه ونه منل شي، هر ناورین چې رامنځته کېږي، مسوولیت به یې د عامې ورغتیا وزارت پر غاړه نه وي.»
خو د ولسمشر سلاکار وحید عمر پر خپله ټویټرپاڼه یوه پیغام کې ليکلي: «د عامې روغتیا وزارت د قرنطین وړاندیز کړی و، خو د سیمه ییز حکومت، ولایتي شورا، نړیوالې ټولنې، عامې روغتیا، سوداګرۍ خونې او ... نظر دا دی چې د هرات قرنطین کول بدې اقتصادي، ټولنیز او امنیتي پایلې لري او اوس مهال د دغه بېړني کار ترسره کېدو تر ګټې تاوان ډېر دی.»
نن د مشرانو جرګې غړو په عمومي ناسته کې د هماغه مسایلو په اړه بحث وشو.
په مشرانو جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي نادر بلوچ وویل: «خواشینی یم چې د عامې روغتیا وزارت ویاند او د ولسمشر سلاکار له کرونا سره د مبارزې په اړه مختلف دریځونه لري چې دا ډول څرګندونې ملت مایوسه کوي، ښه دا ده چې هرات قرنطین شي.»
هغه له خلکو او دولتي ادارو وغوښتل څو له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.
د نوموړي په خبره، د دې پر ځای چې مقامات پر خلکو زړه وسوځوي، ارګ او عامې روغتیا وزارت رسانه یي جګړه پیل کړې ده، په داسې حال کې چې د یاد ویروس پر وړاندې بې پروایي کېدای شي پر تاریخي ناورین واوړي.
په یاده جرګه کې د غزني د خلکو استازی محمد رحیم حسنیار هم د کرونا ویروس په اړه د حکومتي مقاماتو مختلفې څرګندونې د اندېښنې وړ بولي او وایي چې حکومت باید سیاسي او سلیقه یي اختلافات یوې خواته کړي او د کرونا د ډېر خپراوي د مخنیوي په اړه فکر وکړي.
login or register a new account.