کابل (پژواک، ۵ وری ۹۹): مشرانو جرګې د دې جرګې ناستې ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د نه حاضرېدو له امله د ګواښ ترڅنګ چې، نوموړی به څارنوالي ته ور وپېژني، پرېکړه وکړه چې په راتلونکې اوونۍ کې امنیتي مسوولین را غواړي.
مشرانو جرګې نن د عمومي امنیت سرپرست احمد ضیاء سراج او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه د ځواب ویلو لپاره راغوښتي وو.
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار چې د نن ورځې د ناستې ریاست یې پر غاړه درلود، وویل چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې جرګې ناستې ته حاضر نه شو او د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست بیا ناستې ته حاضر شو.
د جرګې غړو پرېکړه وکړه چې یاد دواړه چارواکي د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې ناستې ته حاضر شي.
هغه وایي چې که اندرابي راتلونکې اوونۍ حاضر نه شي، څارنوالۍ ته یې ورپېژني.
login or register a new account.