Language

امريکا: هيله ده غني او عبدالله ژر يوې هوکړې ته ورسېږي

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٩) : په کابل کې يو لوړپوړى امريکا ديپلوماټ وايي چې پر افغان سياسي مشرانو د فشار لپاره يې د يو ميليارد ډالرو مرستو بندولو پرېکړه کړې خو هيله يې څرګنده کړه، چې ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ډېر ژر يوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي ديپلوماټ دغه څرګندونې نن د وري په ٦مه، د ټيلېفوني کنفرانس له لارې له افغان رسنيو سره په خبرو کې وکړې.

هغه کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سفر په اړه  وويل ، هغه هڅه وکړه، چې د ولسمشر اشرف غني پخوانى اجراييه ډاکتر عبدالله تشويق کړي چې دغه روانه سياسي کشاله هواره کړي.

د نوموړي په وينا،پومپيو له ځانه سره کوم ځانګړى فورمول نه درلود، د کرونا د ويروس د خپرېدو په حالاتو کې چې د سفر محدوديتونه هم وو، کابل ته راغى او د روانې سياسي شخړې د هواري غوښتنه يې وکړه.

دغه امريکايي ديپلوماټ دافغان سياسي شخړې پر نه هواري اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه شخړه دافغانستان پر سولې پروسې چې د امريکا لپاره په اوس وخت کې مهمترين هدف دى، بده اغېزه کړې  .

د هغه په وينا، دغه راز دا کشاله د افغانستان په داخلي سياست او ا منيتي وضعيت هم بده اغېزه کوي، خو له بده مرغه د پومپيو هڅو پايله ورنه کړه.

د سفارت دغه لوړپوړي ديپلوماټ په ډاګه کړه، چې د افغانستان اوسى سياسي کړکېچ هېوادونو ته چې غواړي د افغانستان اوضاع نوره هم پېچلې کړي، د لاسوهنې زمينه برابروي.

نوموړي ددې هڅو تر ناکامېدو وروسته دامريکا له خوا له افغانستان سره د يو ميليارده ډالرو مرستو بندولو په اړه وويل چې دوى پر همدې ډول په نورو اقداماتو هم غور کوي.

خو دغه ديپلوماټ هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان د خلکو عکس العمل ته په کتو تمه ده چې د افغانستان دواړه مشران په يوه نږدې وخت کې يوې موافقې ته ورسېږي.

ده زياته کړه : (( امريکا د يو ميليارد ډالرو مرستو بندولو سره د ا فغانستان پر سياسي وضعيت خپله ناخوښي په ډاګه کړه. ))

دامريکا دغه ديپلوماټ وويل چې دوى د هغو کارونو او ساحو مطالعه کوي چې په کومو کې يې دوى مرستې بندې کړې دي او په کومو برخو کې بايد نورې مرستې کمې شي.

خو هغه په ډاګه کړه، چې د افغانستان امنيتي ځواکونو سره مرستې دوام لري، امريکا د پخوا په څېر د دوى په څنګ کې ولاړه ده.

د ديپلوماټ په وينا، دوى د مرستو کمولو پلوي نه دي، خو غواړي له دې کار سره پر افغان مشرانو فشار راوړي چې په نږدې ورځو کې يوه جوړ جاړي ته ورسېږي.

نوموړى وايي : (( موږ په افغانستان کې د دوو موازي حکومتونو مخالف يو. نه غواړو چې ددغو موازي حکومتونو په اشارو سره افغان  امنيتي ځواکونه چې دواړو خواوو ته يې ځوانان حضور لري، په جنګ کې ښکېل شي او د افغانستان تاوتريخوالى او سياسي اوضاع نوره هم خراب شي او د افغانستان پر امنيتي ځواکونو منفي اغېز ولري. ))

هغه زياته کړه، چې امريکا له خپله ځانه او افغان امنيتي ځواکونو ددفاع حق لري دا د امريکا سياست ده، چې د دغو افغان امنيتي ځواکونو مرستې ته به دوام ورکوي.  

نوموړي واىي، کوم تړون چې د بين الافغاني مذاکراتو په پايله کې کېږي، هغه بايد ټولو افغان لوريو ته د منلو وړ وي .

login or register a new account.