Language

امريکا: په راتلونکو دوو ورځو کې به افغان مرکچي پلاوى اعلان شي

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٩) : په کابل کې د امريکا سفارت يو لوړ پوړى ديپلوماټ وايي چې راتلونکو دوو ورځو کې به د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د افغانستان دولت ټولشموله مرکچي پلاوى اعلان شي.

دغه ديپلوماټ چې نن د وري په ٦مه، يې د ټيلېفوني کنفرانس له لارې له افغان رسنيو سره خبرې کولې، هيله څرګنده کړه چې له طالبانو سره دامريکا شوى تړون عملي شي.

خو سرچينې په ډاګه کړه چې د افغانستان د سياسي ستونزې او د زندانيانو د نه خوشې کولو له امله ددې تړون د عملي کېدو پروسه سسته شوې ده.

دغه لوړ پوړي امريکايي ديپلوماټ وويل چې دوى له ١٨ مياشتو راهيسې په دې هڅو کې دي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان دولت په استازيتوب يو همه شموله پلاوى جوړ شي، خو تر اوسه دا کار نه دى شوى.

خو دغې سرچينې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو دوو ورځو کې به دا همه شموله مرکچي پلاوى اعلان شي.

دغه ديپلوماټ وويل : (( موږ ډاډه يو چې افغانستان به يو همه شموله پلاوى جوړوي، ځکه له دې پرته د افغانستان ستونزه نه هوارېږي. ))

د هغه په وينا،  هر پلاوى چې جوړېږي او هره موافقه چې کېږي، د افغانستان حکومت به يې په سر کې وي او دوى غواړي چې نورې ډلې يې هم قبول کړي.

امريکايي ديپلوماټ وايي، که چېرې د افغانستان ځينې ډلې کېدونکې موافقې ونه مني، نو دا به نورو بهرنيانو ته د لاسوهنو زمينه برابروي او له دې سره ممکن د افغانستان حالات د سوريې په څېر شي.

دغه امريکايي ديپلوماټ زياته کړه : (( موږ غواړو له طالبانو سره شوى تړون عملي شي، طالبان هم بايد دغسې وکړي ، هغوى هم هڅه کوي چې دا عملي شي. ))

هغه وايي، طالبانو تر يوې اندازې تړون عملي کړى، له تاوتريخوالي چې امريکا کوم مفهوم درلود، هغه هم کم شوى، خو طالبان غواړي دا تاوتريخوالى د خپلو بنديانو د خوشې کولو لپاره د يوې الې په توګه وکاروي.

ديپلوماټ زياته کړه : (( د تاوتريخوالي زياتوالى موږ د طالبانو له لوري د فشار يوه اله ګڼو، موږ يې مخالف يو، دغه تاوتريخوالى بايد کم شي، ترڅو په افغاني مذاکراتو کې يو دايمي او هر اړخيزه اوربند ته زمينه مساعده شي. ))

د امريکا دغه لوړ پوړي ديپلوماټ وويل چې د بنديانو د خوشې کولو په اړه ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله له پخوا څخه په جريان کې وواو د باور فضا رامنځته کولو لپاره  د بنديانو خوشې کول مثبت اقدام دى.

login or register a new account.