Language

د معصوم ستانکزي په مشرۍ د حکومت ۲۰ کسیز مرکچي پلاوی اعلان شو

کابل (پژواک، ۶ وری ۹۹) : د افغانستان اسلامي جمهوري دولت طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۰ کسیز مرکچی پلاوی ټاکلی دی.

یوې حکومتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله د وري په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې، دا پلاوی ۲۰ غړي لري او مشری یې د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزی کوي.

سرچینې زیاته کړه، چې  په دې پلاوي کې د ښځو، سیاسي احزابو، علماو، ځوانانو او مدني ټولنې غړي شامل دي.

په دې پلاوي کې ‏ډاکتر غیرت بهير، باتور دوستم، متين بيګ، نادر نادري، محمد ناطقي، ضرار احمد مقبل، حبيبه سرابي، رسول طالب، عنايت الله بليغ، خالد نور، شهلا فرید ، شریفه زرمتي ذکیه وردګ ، کلیم الله نقیبي ، جنرال ایوب انصاري ، زینب موحد، عبدالهادي ارغندیوال، حفیظ منصور، ډاکټر امین احمدي او شهلا فرید شامل دي.

login or register a new account.

Related Topics