کابل (پژواک، ۶ وری ۹۹): د ولسي جرګې رییس وایې چې د دغې جرګې اداري پلاوی د مشرانو جرګې له پلاوي سره په همغږۍ د غني او عبدالله ترمنځ د ناندریو د حل په موخه منځګړيتوب پیلوي.
د ولسي جرګې په اداري پلاوي کې رییس، دوه مرستیالان، منشي او نایب منشي شامل دي.
د ولسمشر په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیو له خوا د اشرف غني اعلانول او د بل نوماند عبدالله مخالفت او د هغه له خوا د ټولشموله حکومت له اعلان وروسته، تېره ورځ مایک پميیو کابل ته راغی او له غني او عبدالله سره یې خبرې وکړې؛ خو د دغو اختلافاتو د حل لپاره د نوموړي هڅو پایله نه درلوده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کابل څخه د پومپیو له بېرته تګ سره سم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د غني او عبدالله ترمنځ اختلافات د افغان سولې لپاره د امریکا هڅې اغېزمنوي او وروسته له هغه چې د افغانستان رهبران ونه توانېدل څو دغه کړکېچ حل کړي؛ امریکا له خپلو مرستو څخه پر افغانستان یو میلیارد ډالره قطعه کوي.
همداراز په خبر پاڼه کې راغلي، که افغان رهبران د یوه ټولشموله حکومت لار غوره کړي چې وکولای شي امنیت ټینګ کړي او د سولې په بهیر کې ګډون وکړي، د امریکا متحد ایالتونه تیار دي څو له دې هڅو ملاتړ وکړي او پر خپله دغه پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د سیاسي کړکېچ او امریکا د مرستو درولو په اړه خبرې وشوې.
په دغه جرګه کې د بغلان د خلکو استازي محمد نسیم مدبر وویل چې د ارګ او سپېدار ماڼۍ تر منځ کړکېچ د یو میلیارد ډالرو د قطعه کېدو سبب شوی او د «سیاسیونو لجاجت» به د نړۍ په کچه د افغانستان د انزوا سبب شي.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان پر خلکو د مرستو د قطعه کېدو فشار راځي، بې طرفه مه پاتې کېږئ منځګړیتوب وکړئ، سیاسي اختلافات له کرونا خطرناک دي، هېواد مو د کورنیو جګړو خواته بیایي.»
هغه او د جرګې یوشمېر نورو غړو له افغانستان سره د امریکا د یو میلیار ډالرو قطعه کېدل په هېواد کې د سیاسي مشرانو ځان غوښتنه وبلله او د ملي شورا د غړو ترمنځ يې د منخګړیتوب غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د کب په ۲۸مه د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د کرکېچ د حل لپاره د ۳۴ ولایتونو په استازیتوب د پنځو اداري پلاوو او ۳۴ استازو د ګومارلو خبر ورکړی و.
د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې د دغې جرګې غړو د غني او عبدالله تر منځ د ناندریو د حل لپاره د پلاوي د ټاکلو په اړه بېلا بېل نظرونه درلودل، خو په پای کې پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي پنځه غړي د مشرانو جرګې له داري پلاوي سره په همغږۍ خپل منځګړیتوب پیل کړي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني وویل، هغه طرحه چې د ارګ او سپېدار ماڼۍ د جنجالونو د حل په موخه د ولسي جرګې له خوا جوړیږي، د جرګې له غړو سره یې هم شریکوي.
login or register a new account.