کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٩) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېره له ٤٠٠ زرو څخه اوښتې او ١٩ زره کسان ترې مړه شوي دي.
د کرونا ويروس چې څه دپاسه درې مياشتې مخکې لومړى د اچين له اوهان ښار څخه خپور شو، اوس د نړۍ شاوخوا ١٩٠ هېوادونو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شوي وو، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څخه شاوخوا ٤٢٢ زره کسان پرې اخته شوي دي او شاوخوا ١٩ زره کسان مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړ ې چې په ټوليزه توګه ١١٠ زره کسان بېرته له دې ناروغۍ څخه ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځيدلي دي.
د راپورونو له مخې په چين کې ٨١ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او ٣٢٠٠ کسان مړه شوي، په ايټاليا کې څه دپاسه ٦٩ زره کسان اخته او نږدې ٧ زره کسان مړه شوي دي.
دغه راز امريکا په درېيم مقام کې دى، هلته ٥٥ زره کسان پرې اخته شوي او نږدې ٨٠٠ کسان مړه شوي دي.
ورپسې په هسپانيا، جرمني او ايران کې هم زرګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته او له دغو هېواونو څخه په هر يوه کې تر ٢ زرو زيات مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم تر اوسه ٧٤ کسان پر دې ناروغۍ اخته او يو تن مړ شوى دى.
د روغتيا نړيوال سازمان دا ناروغي نړيواله وبا اعلان کړې او له ټولو هېوادونو يې د جدي پاملرنې، مبارزې، او وقايې غوښتنه کړې ده.
بلخوا ملګرو ملتونو هم پرون په ټوله نړۍ کې ددې ناروغۍ پر ضد د ښې مبارزې لپاره د جګړې بندولو او اوربند غوښتنه کړې ده.
login or register a new account.