Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یو موټربم موخې ته له رسېدو مخکې نیول شوی

غزني ښار-پلخمري (پژواک، ٧ ورى ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې پوليسو د دغه ولایت په ده يک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر نيولى دى.

دغه راز د بغلان پوليسو هم نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د وري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر پوليسو په ده يک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر نيولى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دغه موټره ١٦٢ بورۍ امونيم نايټريټ، د ماينونو ٣٩ ريموټ کنټرولونه، د چاودېدونکو توکو ٢٥٠٠ پټاقۍ، ١٥٠ متره ثانيه سوﺯ لين او نور مواد ترلاسه شوي دي.

هغه وايي: ((ترهګرو غوښتل چې دغه موټر غزني ښار ته انتقال کړي او هلته ترهګريز بريد ترسره کړي خو موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شو.))

ده وويل چې د دغو موادو د انتقال په تور څوک نه دي نيول شوي.

د هغه په وينا، د دغه موټربم په نيولو سره د لسګونه کسانو ژوند وژغورل شو او د يوې لويې فاجعې مخه ونيول شوه.

خو د سيمې يوې سرچيني پژواک ته وويل چې پوليسو دغه موټر د مرکز اړوند په کايوان دښته کې نيولى دى.

دى وايي: ((هلته هېڅ امکان نه لري چې ډريور وتښتي؛ ځکه دښته ده او يوې خوا ته يې د نظم عامه کنډک دى، نور شاوخوا ته يې د امنيتي ځواکونو پوستې هم شته، نو څنګه تښتېدلى شي.))

بل لور ته د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د بغلان پوليسو نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو پرون په اندراب ولسوالۍ کې يو کس د نهه کيلوګرامه چرس او يو کيلوګرام ترياکو د انتقال په تور نيولى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.