کابل (پژواک، ۷ ورى ٩٩): د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د کلاچې په سیمه کې د اهل هنودو د سوځولو ځای ته څېرمه چاودنه شوې او یو ماشوم یې ټپی کړی دی.
دغه چاودنه نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې وشوه.
په سیمه کې یوه پولیس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه د مقناطیسي ماین وه او ټپي شوی ماشوم د اهل هنودو اړوند دی.
تېره ورځ د کابل ښار لومړۍ ناحیې اړوند په شوربازار سیمه کې د اهل هنودو یوه درمسال ته یو بریدګر ننوتی و او له امنیتي ځواکونو سره یې شپږ ساعته جګړه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
د تېرې ورځې برید ډېری هېوادونو، ملګرو ملتونو، د افغانستان اوسني او پخواني ولسمشر او ډاکټر عبدالله پر سختو تکو غندلی دی.
login or register a new account.