کابل (پژواک، ۸ وری ۹۹) : ناټو، امریکا او اروپایي اتحادیې د افغانستان د حکومت لخوا طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی.
د سولې په چارو کې د افغانستان ددولت وزارت نن د وري په ۸مه، طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د ملي امنیت د پخواني مشر معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.
په کابل کې دامریکا سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د مرکچي پلاوي اعلانیدل د افغان سولې پروسې لپاره مهم ګام ګڼل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، د پلاوي غړو پورې د خلکو ډیرې هیلې تړلې دي او امریکا چمتو ده چې طالبانو سره ددوی نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي دفتر هم ددې پلاوي د اعلان هرکلی کړی او دا یې مهم اقدام ګڼلی دی.
ددغه دفتر لخوا په ټویټر کې لیکل شوي، دوی هیله لري چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل او یوې سیاسي جوړ جاړي ته سره ورسیږي.
بلخوا په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا هم په ټویټر کې ددې پلاوي د اعلان د هرکلي ترڅنګ لیکلي چې دا بین د مخامخ خبرو پیلیدو ته لاره هواره کړي.
د افغان حکومت لخوا اعلان شوي پلاوي کې فاطمه ګیلاني، فوزیه کوفي، معصوم ستانکزی ډاکتر غیرت بهير، باتور دوستم، متين بيګ، نادر نادري، محمد ناطقي، ضرار احمد مقبل، حبيبه سرابي، رسول طالب، عنايت الله بليغ، خالد نور، شهلا فرید ، ذکیه وردګ ، کلیم الله نقیبي ، جنرال ایوب انصاري ، زینب موحد، عبدالهادي ارغندیوال، حفیظ منصو او ډاکټر امین احمدي شامل دي.
login or register a new account.