Language

هرات،  غزني او فراه کې د کرونا ۱۵ نورې مثبتې پیښې ثبت شوې

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په غزني هرات او فراه ولایتونو کې د کرونا ۱۵ مثبتې پېښې شوې چې ورسره ددغو پېښو شمېر ١١٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت سلاکار داکټر وحيد الله مايار د وري په ۸مه،  پژواک  اژانس ته وويل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې لابراتوارونو ته ۵۳ نمونې راوړل شوې وې، چې له دې څخه ۱۱ په هرات درې فراه او یوه غزني ولایت وه، مثبته ثبت شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې دغزنی نوی ناروغ په دې وروستیو کې له ا یران څخه ستون شوی و.

دا په داسې حال کې نن سهار دغه وزارت په ننګرهار کې هم د یوې مثبتې پيښې خبر ورکړی و.

تر اوسه په افغانستان کې ١٠٦ افغانان او څلور د ناټو سرتیري په دې ناروغې اخته شوي دي، دوه په هرات او یو په بلخ ولایت کې ترې مړه شوي دي.

 تراوسه د نړۍ په ۱۹۱هېوادونو کې دغه ناروغي خپره شوې او تر ۲۵  زره  زیات کسان ددې ناروغۍ له امله مړه او تر ۵۵۰ زرو زیات پرې اخته شويدي.