Language

په تخار کې د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

کابل(پژواک، ۸ ورى ۹۹): د ملي دفاع وزارت وايي چې تېره ورځ د تخار په مرکز تالقانو کې ددوى يوې چورلکې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده .

 د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د تخار په مرکز تالقانو کې رامنځته شوې ده .

 سرچينې ويلي، چې د بلخ له هوايي ډګر څخه ددوى يوې چورلکې د تخار تالقانو ته پرواز درلود چې دغې چورلکې د تخنيکي ستونزې له امله د تالقانو په يوه خوندي سيمه کې بېړنۍ ناسته وکړه .

 سرچينه وايي چې په دې ناسته کې چورلکې او يا په کې ناستو کسانو ته هيڅ زيان نه دى رسېدلى او دوى دغه پېښه څېړي.

login or register a new account.