Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: وسله وال طالبان لا هم پاکستان کې د خوندي اوسېدو او فعاليت ځانګړي اسناد لري.

ګردېز (پژواک، ٨ورى٩٩): د پکتيا ولايت چارواکي ادعا کوي چې وسله وال طالبان لا هم د ګاونډي هېوادپاکستان د استخباراتي ادارې له خوا په پوره قوت تمويل او تجهيزيږي او ياد هېواد يې د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره جنګوي.

دوی وايي چې د خلکو په فکري اجماع او د ديني عالمانو په منطقي قضا له افغان ځواکونو سره د يادې ډلې جګړه ناروا ده، چې پر ځای يې بايد اوربند او له افغانانو سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت له رسنيو سره دا خبرې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو تر عملياتو وروسته د دوه  وسله والو د وژلو او ورڅخه د ملي اردو د يو موټر او ځينو نيول شويو مهماتو ښودلو پر مهال وکړې.

حسرت پژواک ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې په ياد ولايت کې څلور  وسله وال طالبان وژل شوي، چې دوه يې د زرمت ولسوالۍپه يوه جومات کې د خپل ماين په چاودنه او دوه نور يې په احمدابا ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال و.

نوموړي زياته کړه چې وسله وال طالبان پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي، خو افغان ځواکونه لا هم په دفاعي حالت کې دي.

عبدالله حسرت وايي:((په سيدکرم ولسوالۍ کې يو موټر بم له منځه يوړل شو، په احمدابا ولسوالي کې له وژل شويو وسله والو طالبانو څخه مهم او حساس اسناد، يو سراچه موټر او د ملي اردو يو رينجر موټر، چې څو کاله وړاندې له لجه منګل ولسوالي څخه د مخالفينو لاسته لوېدلی و، تر لاسه شول.))

د والي وياند وايي چې وسله وال طالبان لا هم په ګاونډي هېواد پاکستان کې د اوسېدو، فعاليت او روزنې خوندي ځايونه او اسناد لري او د ياد هېواد د استخباراتو له خوا په منظم ډول تمويل او تجهيز کيږي.

عبدالله حسرت وايي چې پاکستان لا هم د سولې په پروسه کې رښتينې همکاري نه کوي او په دې برخه کې يې ښکېلو ادرسونو ته ورکړی   ډاډ واقعيت نه لري.

حسرت پژواک ته وويل:((له وسله والو طالبانو چې کوم اسناد لاسته راغلي، ښيي چې دوی د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته مصون ژوند؛ تګ، راتګ او د روزنې مرکزونه لري او له هماغه ځايه چې کوم پلانونه ورکول کيږي، دېخواته د افغان وژنې لپاره راځي. له دې دا هم معلوميږي چې هغې غاړې ته لا هم د سولې لپاره قوي اراده او همکاري نشته.))

عبدالله حسرت د پاکستاني چارواکو هغو څرګندونو ته په اشاره چې که همکاري يې نه وای، وسله وال طالبان به خبرو ته هم نه وای حاضر شوي، وايي چې دا پر ياده ډله د دې هېواد بشپړ اغېز ثابتوي.

حسرت له نړيوالې ټولنې غواړي چې د افغان سولې لپاره پر پاکستان د ترهګريزو فعاليتونو د ملاتړ له امله لازم فشار راوړي.

نوموړي زياته کړه:((سوېل ختيځ زون او په کُل کې افغانستان ته چې کوم ترهګر راځي، هغه د پاکستان له ترهګريزو شبکو يا پاکستاني استخباراتو سره اړيکې لري، دا ټولې استخباراتي اړيکې دي او دا اړيکې پټې نه دي پاتې، يو ځل بيا دا د کوچني ثبوت په حيث د خپل ولس، سيمې او نړۍ مخې ته ږدو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.