Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبانو په لوګر کې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ

پل علم (پژواک، ٩ ورى ٩٨): د لوګر خلک وايي چې وسله والو طالبانو د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د مرکز پل علم ترڅنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم د عامه پوهاوي کمپاين ترسره کړ.

ځایي خلک وایي چې وسله والو طالبانو نن د لوګر د مرکز پل علم اړوند د پادخواب شانې، پورک، دادوخېلو، بابوس او کماخېلو سيمو ترڅنګ په بره کي برک او څرخ  ولسواليو کي هم د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړى دى.

دوى وايي چې طالبانو خلکو ته د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې چاپ کړى لارښود، روغتيايي کېټونه او ماسکونه هم وېشلي دي.

په دې اړه د لوګر د مرکز پادخواب شانې سيمې اوسېدونکي سيد محمد پژواک ته وويل چې طالبانو د دوى په سيمه کې نن د کرونا د مخنيوي په برخه کې خلک ته معلومات ورکړل.

هغه وایي: ((طالبانو په لوډسپیکر کې د کلي خلک جومات ته دعوت کړل او هلته یې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په اړه اړین معلومات ورکړل او له ولسه یې وغوښتل چې د دوی سپارښتنې ومني.))

دغه راز د بره کي برک د زقوم خېلو اوسېدونکي عبیدالله پژواک ته وویل چې طالبانو د دی ولسوالی په ډېرو سیمو کې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاين پیل کړي دي.

هغه وایي: ((طالبان ګرځي، لوډسپيکرې ورسره وي، خلکو ته د کرونا د مخنيوي په اړه معلومات ورکوي، يو شمېر خلکو ته يې ماسکونه او ډيټول صابون هم ورکړي دي.))

د دغه ولايت ځینو نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې غوښتل چې په ګډه د دې سترې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې هلې ځلې وکړي.

د طالبانو د کمپاين په اړه د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل: ((موږ د طالبانو دغه اقدام ستايو، دا يو بشردوستانه کار دى، د کرونا د مخنيوي په برخه کې بايد خپلې هلې ځلې جدي کړي.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه له تېرې ورځې راهيسې طالبانو د لوګر په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې کمپاين پيل کړى دى.

هغه وايي: ((په دغه کمپاين کې د نورو لارښونو ترڅنګ موږ خلکو ته ماسک، صابون، دستکشې او نور اړين روغتيايي مواد هم ورکوو.))

د يادونې ده، تر اوسه په ټول هېواد کې د ٤ بهرنيو سرتېرو په ګډون  د کرونا ١٠٦ مثبتې پېښې ثبت شوې چې درې يې په لوګر ولايت کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.