کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٩): د پوهنې وزارت وايي چې د دوى اړوند د تدریسي، اداري او خدماتي برخو ټولو کارکوونکو د رخصتۍ مودې (د وري میاشتې) معاشونه ورکول کېږي.
د ياد وزارت له خوا د وري په ٩مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ښار، کابل او هرات ولایتونو په ګډون د ټولو ولایتونو د ښوونکو، مامورینو او اجیرانو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې د رخصتیو مودې معاشونه د ورکړې وړ دي.
سرچينې زياته کړې، پوهنې وزارت د تدریسي، اداري او خدماتي برخو ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې د پوهنې وزارت مالي څانګې په هر ډول شرایطو کې د خدمت کولو لپاره چمتو دي او د هغوی معاشونه به د پخوا په څېر اجرا شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پوهنې وزارت د اوسني حالت په درک کولو سره ژمنه کوي چې د کوویډ ــ ۱۹ ویرویس خپرېدو له ویرې د رخصتیو له امله به د یاد وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې معاشونه به له ځنډ پرته ورکول شي.
سرچينې ويلي، د اداري، تدریسي او خدماتي کارکوونکو د ۱۳۹۹ مالي کال د وري میاشتې معاشونه تر کار لاندې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د یاد وزارت د کارکوونکو بانکي حسابونو ته د هغو د لېږد پروسه پیل شي.
login or register a new account.