کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۹): د سوداګرۍ خونې له افغان دولته غوښتي چې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو ثابت پاتې کېدو لپاره دې د سوداګریزو شرکتونو مالیات معاف کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند امین بابک پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرونا ویروس له د مبارزې په جریان کې دې د غنمو سوداګریز شرکتونه له هر ډول مالیې معاف شي.
هغه لومړني مواد د خلکو اساسي اړتیا وبلله او له دولته یې وغوښتل چې هېواد ته د غنمو د وارداتو د زیاتېدو، د مناسبو قيمتونو د ساتنې او احتکار د مخنیوي لپاره دې د یوه واضح میکانیزم او کړنلارې مطابق د بحران تر حل کېدو هر ډول مالیات او ګمرکي عوارض معاف شي.
نوموړي وویل، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له دولته غواړي چې په دې سخت او اضطراري حالت کې دې له لویو، متوسطو او کوچنیو سوداګرو سره همکاري وکړي څو پانګوال، سوداګر او هغه کسان چې کوچنی کار و بار لري په اضطراري حالت کې له ډېر تاوان سره مخ نه شي.
د سوداګرۍ خونې ویاند زیاته کړه، حکومت دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په هېواد کې د غیر ضروري فعالیتونو د بندېدو په موخه په عمومي ډول د ټولو هغو دولتو ملکیتونو کرایي چې سوداګرو او پانګوالو په کرایه یا اجاره نیولي او فعالیت یې په اضطراري حالت کې له بندېدو سره مخی معاف کړي.
دغه راز نوموړي له دولته وغوښتل څو ټول هغه مالیات چې په ټول هېواد په ځانګړې توکه کابل ښار کې له شرکتونو او دکاندارانو اخیستل کېږي د دغه حالت تر پای ته رسېدو پورې معالف کړي، څو لوی او متوسط پانګوال په موده کې زیانمن نه شي.
د ده په خبره، د تګ راتګ د بندیز په ورځو کې دې وارداتي شرکتونه، د لومړنیو او سوداګریزو توکو د انتقال وسایل د اسانتیاوو د برابرولو لپاره په استثنايي ډول د هر ډول بندیز او مشکل رامنځ ته کوونکي چلند څخه خوندي پاتې شي او امنیتي بنسټونه او مسوولین دې په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.
بابک وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د خصوصي سکتور په استازیتوب له خپل حکومت او خلکو ته ژمنه ده څو خلک په اضطراري حالت کې د لومړنیو توکو د کمښت له هېڅ ستونزې سره مخ نه شي.
login or register a new account.