غزني ښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٩): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې هره ورځ له ايرانه لسګونه مسافر دغه ولايت ته راستنېږي چې ورسره د کرونا ويروس د خپرېدو وېره هم زياته شوې ده.
خو د غزني د عامې روغتيا رياست بيا وايي چې دوى له ايرانه د راستنېدونکو کسانو د معايناتو لپاره پوره چمتووالى لري خو خلک هم بايد په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار اوسېدونکي دولت خان د وري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې لسګونه ګاونډيان يې له ايرانه راستانه شوي دي.
ده وويل: ((بېخي ډېر راغلي دي، موږ ټول يې سخت ډار کړي يو چې دوى سره به خامخا کرونا هم راغلي وي که څه هم چې دوى وايي د نيمروز په سرحد کې چک شوي دي، خو ترې وېره لرو.))
همدارنګه د غزني بل اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وويل، که چېرې دغه کسان په نيمروز کې چک شوي هم و اوسي، نو دلته بايد يو ځل بيا هم چک شي.
ده زياته کړه: ((د دغو کسانو کورنۍ بايد دغه کسان روغتون ته بوځي، چک يې کړي، ځکه دوى له ايرانه راغلي دي او دغه ويروس په ايران کې بيخي ډېر دى، د عامې روغتيا رياست هم په دې برخه کې سمه پاملرنه نه کوي.))
دغه راز فېروز احمد چې څلور ورځې مخکې له ايران هېواد څخه غزني ښار ته راستون شوى، پژواک ته وويل چې خلک بايد له دوى څخه هېڅ وېره ونه لري.
دى وايي: ((دوه ځايه يې موږ په نيمروز کې چک کړي يو، کوم کسان چې مشکوک هم وو، هغه يې ګرځولي دي، خو رښتيا په غزني کې يې نه يو چک کړي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل پژواک ته وويل چې له ايران او نورو سيمو د راتلونکو کسانو د معايناتو لپاره دوى پوره چمتووالى لري.
دى وايي: ((کوم کسان چې له ايرانه راغلي او موږ پرې خبر شوي يو، کور ته مو خپل کسان ور لېږلي دي، څو هم هلته يې چک کړي.))
ده له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د عامې روغتيا له رياست سره پوره همکاري وکړي څو د کرونا ويروس پر وړاندې جدي مبارزه وشي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP