کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹) : د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د لومړي ځل لپاره د ویډیو کنفرانس له لارې پر افغانستان او له کرونا ویروس سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کوي.
د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي چې د کرونا پر ضد د وقایوي اقداماتو له امله دوی د لومړي ځل لپاره د ویډیو کنفرانس له لارې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کوي.
هغه زیاته کړه، تر دې کنفرانس مخکې یې د يو شمېر هېوادنو د بهرنیو چارو له وزیرانو او د اروپایي ټولنې له مسوولینو سره د ټیلېفون له لارې ددغې غونډې د اجنډا په اړه خبرې کړې دي.
بلخوا په بروکسل کې د ناټو سازمان د مرکزي ادارې مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وویل چې دا دوه ورځنۍ غونډه سبا چهارشنبه پیلیږي.
سرچینې زیاته کړه، چې په دې ناسته کې به د کرونا ناروغۍ پر ضد پر مبارزې او مخنیوي پر لارو چارو او د افغانستان او عراق د وروستیو سیاسي او امنیتي حالاتو په اړه خبرې کیږي.
د ناټو مطبوعاتي دفتر وویل چې په دې ویډیو کنفرانس کې یواځې د ناټو سازمان ۳۰ غړي هېوادونه ګډون کوي، داځل نور متحدین په کې ګډون نه لري.
login or register a new account.