Language

ننګرهار کې د چت پرېوتلو پيښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۹ ) : د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پریوتلو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د وري په ۱۲مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ددوربابا ولسوالۍ د تور لالا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د سختو ورښتونو له امله دیوه خامه دوه پوړیزه کور چت پریوتی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو  په ګډون د یوې کورنۍ  پنځه غړي مړه او درې ټپیان شوي.

دی وایي چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، خو روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی.