کابل (پژواک، ۱۵ وری ۹۹) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما اعلان کړی چې یو سیمه ییز کارکوونکی یې پر کرونا ویروس اخته شوی دی.
د یوناما لخوا د وري په ۱۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی چې دا افغان مامور یې په هرات کې معاینات کړي او د کرونا یې مثبته ثابت شوې ده.
سرچینې د هغه د ژر رغیدا د هیلې ترڅنګ ویلي چې هغه د روغتیایي لارښوونو سره قرنطین شوی دی.
یوناما ویلي چې دوی د خپلو کارکوونکو د روغتیایي لپاره بشپړ اقدامات کړي دي او له افغان حکومت سره د کرونا سره مبارزې لپاره په ګډه کار کوي.
دیادونې وړ ده، چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو سرتیري هم پر کرونا اخته شوي وو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې تر اوسه ۲۷۳ کسان پر کرونا اخته او ۶ تنه مړه شوي دي.
login or register a new account.