Language

د علماوو فتوا: د کرونا تر له منځه تلو پورې هر ډول اجتماعات منع دي

 کابل(پژواک،۱۷وری ۹۹): ددیني علماوو د فتوا د صادرېدو له امله د کرونا ویروس د پراخېدو د مخنیوي په موخه ددغې ناروغۍ د له منځه تلو تر مهاله هر ډول دیني،سیاسي، مذهبي، کلتوري او نور اجتماعات منع دي.          

د کرونا ویروس درې میاشتې مخکې د چین په اووهان ښار کې خپور او د افغانستان په ګډون د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو ته خپور شو.

 د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ ۳۳۷ کسان اخته، اووه کسان مړه او ۱۲ نور ښه شوي دي.   

  د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې یو میلیون او ۱۸۱ زره اخته شوي، له ۶۴ زره تنه مړه شوي او ۲۴۵ زره ښه شوي دي.   

   د کرونا ویروس پرضد د افغانستان د علماوو عالي کمېسیون ددغه ویروس د مخنیوي په موخه فتوا صادره کړه. 

  هغه غونډه چې نن د کابل ښار د حاجي عبدالرحمان په جامع جومات کې د یادې موضوع په اړه د هېواد د وتلو علماوو له خوا جوړه شوې وه، دغه فتوا د مولوپ عزیزالله مفلح له خوا لوستل شوه.      

      هغه وویل چې یو شمېر ناخبره کسان چې ګواکې په دې نظر دي چې دغه ناروغي د مسلمانانو لپاره نه ده، دوی په حقیقت کې له علمي موندنو انکار کوي چې دا سم کار نه دی.              

        سرچینه وایي چې په اسلامي شریعت کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او وقایې لپاره ځانګړې پاملرنه شوې، نو د قراني ایتونو، نبوي احادیثو او د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو په پام کې نیولو سره د علماوو د علمي کمېټې کمېسیون دغه فتوا صادروي.  

په فتوا کې راغلي چې کله لمونځ کوونکي او په جومات کې کسان موجود وي، ځینې حکمونه ساقط او ځینې نور تبدیلیږي. 

سرچینه وايي چې په دې اساس د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره او دغې ناروغۍ تر له منځه تلو پورې هر ډول دیني، مذهبي، سیاسي، کلتوري او نور اجتماعات منع دي.        

په فتوا کې راغلي:(( لکه څرنګه چې د جمعې لمانځه لپاره له دینو شعایرو څخه دی نو موذنین دې (صلوات فیرحالکم) جملې په زیاتولو سره پنځه وخته اذان وکړي،  او خلک دې په کورونو په جماعت او یواځې شکل لمونځونه ادا کړي او بیا دې له دې ناروغۍ څخه د نجات په موخه د ځان او ټولو مسلمانانو لپاره دعا وکړي.))               

ددغې فتوا په بله برخه کې راغلي، په هغو ولایتونو کې چې دغه ویروس تراوسه نه دی خپور شوی، او ویره یې شته نو لمونځ کوونکي دې په خپل منځ کې فاصله مراعت کړي.                    

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.