ګردېز (پژواک، ۱۷ کب ۹۹): د پکتيا ولايتي ادارې د دغه ولايت د روغتيايي مرکزونو قراردادي موسـسه (هېواد) په خدمتونو کې د فساد، بې کفايتي او سرغړونو له امله څارنوالي ته معرفي کړه.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د وري په ١٧ مه پژواک ته وويل چې له شاوخوا دوه کلونو راهيسې د دې موسـسې د کار له پيله خلکو شکايتونه کول او څو ځله يې ورته د ستونزو د هواري او سمون په اړه ويلي و، خو په خبره يې د چارو په سمون کې يې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
کټوازی وايي چې د څو تنو ډاکټرانو په ګډون يې د دې موسـسې د چارو او نيوکو د څېړنې لپاره يې د ډاکټرانو درې کسيز پلاوى ټاکلی و او د ياد هيئت له موندنو وروسته يې د دې موسـسې ولايتي مشر، مرستيال او د دوی لخوا د حوزوي روغتون ټاکل شوی مشر څارنوالي ته معرفي کړي دي.
نوموړي زياته کړه: ((په خدماتو کې فساد موجود دی، دوا يې بې کيفيته وه، معاشات په خپل وخت ندي رسېدلي او له ډاکټرانو د معاش يوه فيصدي ګرځول شوى، ډاکټرانو ته حق الخطر نه دی ورکړل شوی، ډوډۍ په وخت نده ورکړل شوې، بستونه خالي دي، چې بايد په وخت ډک شوي وای، خو ندي شوي؛ دا او دې ورته موارد دي او غلطي يې کړې ده.))
شميم خان کټوازي پژواک ته وويل چې هېواد موسـسه نور پکتيا کې د خدمتونو وړاندې کولو په توګه نه شي منلی او د بديل په اړه يې ولسمشر ته رسمي وړانديز کړی دی.
کټوازی وايي: ((رسما مو صحت عامې وزارت او ولسمشر ته وړانديز کړی، چې هېواد موسـسه نور په پکتيا کې د کار توانايي نه لري او نه پکتياوال نور پرې باور کوي. دا موسـسه بايد له پکتيا لاړه شي او پر ځای دې بله موسـسه يا د صحت عامې محترم وزارت کار شروع کړي.))
د پکتيا اوسېدونکي د ولايتي ادارې په دې پرېکړه خوښ دي او وايي هره اداره چې په چارو کې يې فساد او ناغيړي وي، بايد ورته عمل ور سره وشي.
مدني فعال جلال علي خېل پژواک ته وويل: ((هېواد موسـسه ډېره بې کفايته وه، خدمات يې هېڅ ښه نه وړاندې کول، په مرکز او ولسواليو کې يې کلينيکونو ته ډېر په ټيټ کيفيت او کم مواد ورکول.))
د ګردېز اوسېدونکی اجمل مسعودزی وايي خلکو د هېواد موسـسې د ناوړه فعاليتونو او کم کاريو په اړه زيات شکايتونه وکړل او که په دې ډول د خلکو شکايتونو ته رسيدګي وشي په ادارو کې به اصلاحات رامنځته او د خلکو باور به زيات شي.
مسعودزي وويل: ((د دې موسـسې په اړه مو ډېرې چيغې او شکايتونه کړي و، له دولت نه د دې پرېکړې په اړه خوښ يو. که د نورو ادارو په اړه هم، چې خلک ورڅخه شکايتونه کوي، داسې وشي او جدي اقدامات وشي، دا به د دولت او خلکو تر منځ فاصله ختمه کړي.))
بل لورته په پکتيا کې د هېواد موسسې مسوولينو د يادې موضوع په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
login or register a new account.