Language

د افغانستان حکومت د طالبانو سل بندیان خوشې کړل

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۹) : د افغانستان دامنیت شورا و ایي چې د ولسمشر اشرف غنی د فرمان له مخې یې نن د طالبانو نن سل بندیان خوشې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د وري په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه طالب زندانیان د دوی  روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول.

هغه زیاته کړه، دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم  د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړي وو.

فیصل وایي، دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي جمهوریت عین ډاډ د طالبانو ډلي له رهبرۍ څخه په دوحه کې ترلاسه کړی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند وایي، د زندانیانو د خلاصون پروسه د بایومیټریکي ثبت نام وروسته د معمول دود سره سم خوشي سول.

ده زیاته کړې، د افغانستان سلامي جمهوري دولت ژمن دی چې د سولې پروسې پرمختګ لپاره به طالبانو سره د لا ډېرو تخنیکي خبرو اترو دروازه پرانیستې ساتي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.

ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی.

خو پرون شپه طالبانو اعلان وکړ، چې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او دوی خپل ټیم بیرته  غوښتی دی.