Language

د کندوز اوسيدونکي د لومړنيو توکو د نرخونو له لوړوالي شکايت کوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٩): د کندوز د ولايتي شورا غړي او اوسيدونکي وايي چې د کرونا ويروس د رامنځته کېدو له امله په دغه ولايت کې د خوراکي او نورو توکو بيې په بې ساري ډول لوړ شوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندوز د ولايتي شورا منشي فوزيه يفتلي د وري په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو اونيو راهيسې په دغه ولايت کې د خوراکي او نورو توکو نرخونه ډېر لوړ شوي دي.

هغې زياته کړه: ((د کرونا ويروس له خپرېدو سره کندوز کې نرخونه بې حده لوړ شوي، د دغه ولايت اوسيدونکي غريب خلک دي، د اخيستو توان يې نه لري، حکومت بايد يوه چاره وکړي.))

دغه راز د ولايتي شورا غړي امر الدين ولي هم پژواک ته وويل چې د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوي، بايد حکومت يې کنټرول کړي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې يوه مياشت وړاندې په دغه ولايت کې د يوې بورۍ وړو بيه ١٢ سوه افغانۍ وه خو اوس ٢٢٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

ده وويل: ((دغه شان د ټولو لومړنيو توکو بيې لوړې شوي دي، څوک نشته دى چې کنټرول يې کړي.))

همدارنګه مدني فعال حکيم قريشي پژواک ته وويل، که چېرې د خوراکي توکو نرخونه کنټرول نه شي، خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

په ورته وخت کې کندوز ښار کې يو تن کاريګر نذير احمد پژواک ته وويل: ((د ورځې دوه سوه افغانۍ کار کوم، خو يو من کچالو اوس په ٢٧٠ افغانۍ دى، زه حيران يم چې څنګه وکړم؟))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې جدي لاس په کار شي.

بلخوا د کندوز ښار يو تن هټۍ وال نورالله پژواک ته وويل: ((د نرخونو په لوړوالي کې موږ هېڅ ملامت نه يو، موږ چې له عمده فروش نه په کومه بيه شيان اخلي، يوه معينه فيصدي پرې اچوو او بيا يې خرڅوو.))

دى هم وايي چې په دې وروستيو کې د ټولو توکو نرخونه د پخوا په پرتله لوړ شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې يوه مياشت مخکې د يوې بورې وړو بيه ١٢٠٠ افغانۍ وه خو اوس، ٢٢٠٠ افغانۍ ده، د يو ټيم دوه مني غوړو بيه ١٢٥٠ څخه ١٨٠٠ ته لوړه شوې، د يوه کيلو بورې بيه ٤٠ څخه ٦٠ ته، د يوه کيلو لوبيا بيه له ٧٠ څخه ١٢٠ افغانيو ته او دغه شان د ټولو توکو نرخونه لوړ شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.