Language

خوست (پژواک، ۲۱ وری ۹۹) : ناپیژانه وسله والو کسانو په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي ځوان سرښوونکی وژلی دي.

پېښه پرون مازيګر شاوخوا څلور بجې ددغه ولايت د مرکز اړوند د ګلزار اکا په سيمه کې رامنځته شوې ده. 

ددې ولایت د امنيې قوماندانۍ مسوولین يې هم پخلی کوي او وايي د پېښې په‌ اړه د پوليسو څيړنې روانې دي.

د خوست  د پوهنې  ریاست پيښه تاییدوي، خو وایي چې تر پلټنو وروسته معلومات شریکوي.

تر اوسه ددې پښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

login or register a new account.